امریکا د ایران کنګل شوې شتمنۍ د خلیجي هېوادونو د زیانونو جبران لپاره کاروي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا حکومت په پام کې لري د ایران کنګل شوې شتمنۍ د فارس خلیج هېوادونو ته د هغو زیانونو د جبران لپاره وکاروي چې د ایران د وروستیو بریدونو له امله ورته اوښتي او واشنګټن د دغو زیانونو د ارزونې بهیر پیل کړی دی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسینټ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خلیجي هېوادونو پر ضد د ایران د بریدونو له امله رامنځته شوي مالي زیانونه په دقیق ډول وارزوي، څو د احتمالي جبران لپاره لازم معلومات برابر شي.

بل لور ته، د ایران د مذهبي مشر نظامي سلاکار محسن رضایي ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې هر ډول احتمالي هوکړه د امریکا له لوري د ایران د ۲۴ میلیارده ډالرو کنګل شویو شتمنیو له ازادېدو سره تړاو لري. د نوموړي په وینا، د دغو شتمنیو برخلیک د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم رول لري.

مربوطه مطالب

Back to top button