د امریکا په تولیډو ښار کې د ډزو له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د اوهایو ایالت د تولیډو ښار په یوه ډزو پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې پېښه د دوو وسلوالو کسانو ترمنځ د ډزو د تبادلې له امله رامنځته شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، مشکوک کسان له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونه د هغوی د موندلو لپاره پلټنې روانې ساتلي دي.
چارواکو ویلي چې ټول ټپیان ژوندي دي، خو د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او تر درملنې لاندې دي.



