د لبنان په سویل کې د نښتو پر مهال دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

اسرائیلي رسنیو د دغه رژیم د پوځ په حواله راپور ورکړی چې د لبنان په سویل کې د نښتو پر مهال دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې، حزب‌الله اعلان کړی چې د شنبې په ورځ، د جون په ۶مه، یې د اسرائیلي ځواکونو او د هغوی د نظامي مرکزونو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۵ جلا عملیات ترسره کړي دي.
د حزب‌الله په وینا، په دغو عملیاتو کې د اسرائیلي پوځ ګڼ هدفونه په نښه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button