مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۴۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او ۱۰۲۴ کورنیو ته د ځمکو نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۴۸۸ راستنېدونکې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۶۲۲ تنو ته رسېږي، ثبت او هېواد ته داخلې شوې دي. د راپور له مخې، ډېری کډوال د ننګرهار د تورخم له لارې راستانه شوي، چې یوازې له همدې لارې ۴۶۰ کورنۍ ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۵۷۹ کورنۍ چې ۳۱۵۶ غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لګښتونو لپاره پرې څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانۍ مصرف شوې دي. همدارنګه له ۶۰۲ کورنیو سره ټولټال ۵.۰۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې او ۴۸۳ سیمکارتونه هم پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوي دي.
بلخوا د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې ۱۰۲۴ راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشلې دي. د کمېسیون په وینا، تر دې مهاله د وېشل شویو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۳۹ زره او ۵۱۵ ته رسېدلی او د ځمکو د وېش بهیر لا هم روان دی.



