ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان له حضور پرته هېڅ سیمه‌ییزه غونډه بشپړه او اغېزمنه نه ده

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، سیمه‌ییزې غونډې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پراختیا او د متقابل باور د زیاتېدو لپاره مهم رول لري.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان باید په ټولو سیمه‌ییزو غونډو کې حضور ولري، څو د افغانانو استازیتوب وشي او د سیمې اړوند پرېکړو او پروګرامونو کې خپله ونډه واخلي.
مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې سیمه‌ییزې ناستې د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو مثبت اغېز لرلی شي او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو ترڅنګ د ډیپلوماتیک باور د پیاوړتیا زمینه هم برابروي په وینا يې، د سیمې د ستونزو او فرصتونو په اړه ګډ بحثونه د هېوادونو ترمنځ همغږي زیاتوي.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان له حضور پرته هېڅ سیمه‌ییزه غونډه بشپړ مشروعیت او اغېزمنتوب نه شي لرلای. نوموړي ویلي، د سیمې د راتلونکي په اړه هر ډول پرېکړه چې افغانستان پکې ګډون ونه لري، نیمګړې پاتې کېږي او مطلوبې پایلې نه شي ورکولی.

مربوطه مطالب

Back to top button