اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره نوی چارسمبالی ټاکلی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
اروپايي ټولنې ایټالیوی ډیپلوماټ نیکولا بیلومو د افغانستان لپاره د خپل نوي چارسمبالي په توګه معرفي کړی دی. بیلومو تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو د څانګې مشري کوله او په روانډا کې یې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د راپورونو له مخې، د نوموړي ټاکنه به د اسلامي امارت له تایید او اړوندو اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته په رسمي ډول وروستۍ شي. ټاکل شوې ده چې بیلومو د افغانستان اړوند د اروپايي ټولنې د سیاسي او ډیپلوماټیکو چارو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.
کارپوهان وایي، دا ګومارنه د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د ډیپلوماتیکو هڅو د دوام او همغږۍ په برخه کې مهم ګام بلل کېږي، چې د راتلونکو تعاملاتو په مسیر اغېز لرلی شي.



