د اسلامي امارت زعيم: په تعليمي، سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې دې له غفلته ډډه وشي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت زعيم د جهادي مدرسو له مهتممينو، استادانو، د ديني خپرونو د کره کتنې له مسؤلينو، د دارالايتامونو له مسؤلينو او يو شمېر علماوو سره په کتنه کې د علم، تعليم او روزنې پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د ټولنې اصلاح د علم له لارې ممکنه ده.
د اسلامي امارت د مرستيال وياند مولوي حمدالله فطرت په وينا، په دغه غونډه کې د ديني خپرونو د کره کتنې رئيس، د جهادي مدرسو عمومي رئيس او نورو علماوو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت زعيم علماوو ته په خطاب کې ويلي چې ديني عالمان د دين د ساتنې او د خلکو د اصلاح ستر مسؤليت لري او بايد د دعوت، تعليم او نصيحت له لارې د خلکو پوهاوی لوړ کړي.
هغه همداراز د طالبانو او زده کوونکو د علمي، فکري او اخلاقي روزنې پر پياوړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د تعليم تر څنګ بايد د مطالعې فرهنګ هم وده ومومي.
نوموړي له مسؤلينو غوښتي چې په اداري، سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې له هر ډول غفلته ډډه وکړي او د اسلامي نظام د پياوړتيا لپاره له يو بل سره همغږي او متقابل اعتماد زيات کړي. د غونډې په پای کې ګډونوالو له اسلامي امارت سره خپل بيعت تازه کړی او د نظام د پياوړتيا لپاره يې د همکارۍ ژمنه کړې ده.



