فارس خبري اژانس د تفاهم لیک د ژر لاسلیک غوښتنه نمایشي فشار دی؛ ایراني چارواکي به د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ پرېکړه کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس ویلي، چې د امریکا د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” له خوا له ایران سره د تفاهم لیک د لاسلیک لپاره د یکشنبې ورځې پر ټاکلو ټینګار یو «عجیب او نمایشي فشار» بلل کېږي.
فارس د شنبې په ماښام په خپاره کړي راپور کې لیکلي چې د یکشنبې ورځې د احتمالي لاسلیک برخلیک به یوازې د تفاهم لیک د محتوا تخنیکي ارزونې پورې محدود نه وي، بلکې د ایراني چارواکو د صداقت او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د هغوی د دریځ یوه مهمه ازموینه هم ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي، ځینې کړۍ هڅه کوي د فشار له لارې تهران یوې چټکې پرېکړې ته وهڅوي، خو د ایران چارواکي به د هر ډول پرېکړې پر مهال د هېواد ملي ګټې او خپلواک دریځ ته لومړیتوب ورکړي.
فارس ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د بهرنیو فشارونو تر اغېزو لاندې پرېکړه ونه کړي او د هرې هوکړې په اړه به وروستۍ پرېکړه د ملي ګټو او ستراتیژیکو محاسبو پر بنسټ ترسره شي.



