بقايي: د تهران-واشنګټن ترمنځ د هوکړې د لاسلیک راپورونه ناسم دي- لا هم ځینو مادو کې اختلاف دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د برېښنایي لاسلیک په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې کار لپاره لا وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې، ځکه لا هم په ځینو مادو کې اختلاف دی.
بقايي په یوه بیان کې ویلي، د یکشنبې په ورځ د هوکړې د لاسلیک په اړه اوازې حقیقت نه لري او ښایي نن دا بهیر ترسره نه شي.
نوموړي زیاته کړې چې د هوکړې لاسلیک ښايي په راتلونکو ورځو کې وشي، خو د مقابل لوري د «متضادو او ناسمو دریځونو» له امله تهران د مذاکراتو د روان بهیر په اړه په خپلو څرګندونو کې له احتیاطه کار اخلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د خبرو اترو په تړاو هر ډول پرېکړه به د ملي ګټو او د مذاکراتو د پایلو پر بنسټ وشي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو ساعتونو کې یو شمېر پاکستاني لوړپوړو چارواکو او رسنیو راپور ورکړی و، چې ګواکې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې برېښنایي لاسلیک به د یکشنبې په ورځ ترسره شي، خو تهران اوس دغه راپورونه رد کړي دي.



