مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۵۹۲ کورنۍ راستنې او ۱۰۵۳ نورو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ټولټال ۵۹۲ راستنېدونکې کورنۍ او ۳۰۰۹ تنه هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.

همداراز ۷۰۲ کورنۍ چې ۴۲۲۶ غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۷۱۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.

د راپور له مخې، راستنېدونکو مهاجرینو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي او ۵۹۰ سیمکارتونه وېشل شوي دي. دغه راز په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب، نیمروز او غزني ولایتونو کې ۱۰۵۳ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي، چې له دې سره د وېشل شوو نمرو ټولیز شمېر ۴۴ زره او ۱۸۰ ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button