ولسمشر ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي نن لاسلیک شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، چې له ایران سره د سولې او تفاهم یو مهم تړون به نن یکشنبه د ورځې په اوږدو کې لاسلیک شي او له دې وروسته به د هرمز تنګی د نړیوالو بېړیو تګ-راتګ پر م پرانیستل شي.
ټرمپ ویلي، چې دغه هوکړه د څو میاشتو مذاکراتو او سیمه‌ییزو منځګړیتوبونو پایله ده او موخه یې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کمول، د انرژۍ نړیوال بازارونه باثباته کول او د واشنګټن او تهران ترمنځ د رسمي خبرو اترو لپاره زمینه برابرول دي.
د راپورونو له مخې، د هوکړې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګي د پرانیستل او د اوربند د دوام اړوند تفاهم عملي شي، او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام، اقتصادي بندیزونو او نورو اختلافی موضوعاتو په اړه جلا مذاکرات ترسره شي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو نفتو د لېږد یوه لویه برخه د همدې لارې څخه ترسره کېږي، ځکه نو د دې تنګي هر ډول تړل کېدل یا پرانیستل کېدل پر نړیوالو بازارونو مستقیم اغېز لري.
بلخوا ایراني چارواکو د تړون د لاسلیک د دقیق وخت په اړه محتاط دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې لا هم ځینې تخنیکي او سیاسي جزئیات پاتې دي، چې له همدې امله د لاسلیک نېټه بدلېدای شي.
شنونکي باور لري، که دغه تړون په ټاکلي وخت لاسلیک شي، نو د منځني ختیځ د روان کړکېچ په کمېدو، د سمندري سوداګرۍ په عادي کېدو او د نړیوالو تېلو په بازارونو کې د ثبات په راوستلو کې به مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button