د ایت‌الله علي خامنه‌یي د جنازې مراسم د جولای په ۴مه پیلېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر “ایت‌الله علي خامنه‌ ای”د جنازې مراسم به د جولای په ۴مه په تهران کې پیل او د جولای په ۹مه د هغه په پلارني ښار مشهد کې د خاورو ته سپارلو له مراسمو سره پای ته ورسېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د جنازې د مراسمو په لړ کې به د جولای په ۷مه د قم په ښار کې هم ځانګړي مذهبي او رسمي مراسم ترسره شي.
راپور زیاتوي، چې دغه مراسم د خامنه‌ ای له وژل کېدو څه باندې سل ورځې وروسته ترسره کېږي، ځکه د جګړې شرایطو او امنیتي اندېښنو د هغه د ښخولو بهیر ځنډولی و.
علي خامنه‌ ای چې ۳۶ کاله یې د ایران د اسلامي جمهوریت مشري پر غاړه لرله، د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې په نښه شوی و.
ایراني چارواکي وایي، تمه ده چې د جنازې مراسمو کې د ایران له بېلابېلو سیمو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو څخه ګڼ دیني، سیاسي او دولتي شخصیتونه ګډون وکړي.
د جنازې د مراسمو د امنیت او تنظیم لپاره هم پراخ چمتووالی نیول شوی او ټاکل شوې ده چې مراسم په څو پړاوونو کې ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button