د حزب الله او صهیونیستي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې؛ اسرائیلي پوځ شاتګ ته اړ شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
لبناني سرچینو راپور ورکړی، چې د حزب الله اسلامي مقاومت ځواکونو سره له سختو نښتو وروسته، صهیونیستي پوځ د سویلي لبنان د «کفرتبنیت» سرحدي سیمې له لارې شاتګ کړی دی.
سرچینې وایي، چې د دغو نښتو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو په لیکو کې د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي، خو تر اوسه د تلفاتو کره شمېر په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.
د لبنان د سویل سرحدي سیمې له تېرو څو میاشتو راهیسې د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د نښتو او متقابلو بریدونو شاهدې دي، چې له امله یې په سیمه کې امنیتي وضعیت لا پسې کړکېچن شوی دی.



