غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه او ۲۹ ټپیان شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، د مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۲ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د یادې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي ویلي، په ټپیانو کې ۱۱ ښځې هم شاملې دي او د ۸ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی. نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بللې او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.



