افغانستان د کورش اسیایي سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس احمدالله وثیق وایي، افغانستان د کورش د ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو په لړ کې تر دې مهاله د آسیا په کچه درېیم مقام ترلاسه کړی دی.

د نوموړي په وینا، افغان ورزشکارانو معراج الدین چکمار او ذبیح الله احساني په خپلو وزنونو کې د برونزو مډالونه ګټلي او د هېواد لپاره یې ویاړلې پایلې ثبت کړې دي.

د کورش دغه اسیایي سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب د ۲۸ هېوادونو د استازو په ګډون روانې دي. له افغانستان څخه په دغو سیالیو کې شپږ ورزشکاران برخه لري او لا هم د نورو سیالیو ترسره کېدل دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button