افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شهاب الدین دلاور په کابل کې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون له سکرتر جنرال جګن چپهاګین سره وکتل او د دې ادارې د روغتیايي او بشري فعالیتونو په اړه یې معلومات ورسره شریک کړل.
ښاغلي دلاور وویل، افغانستان د جګړو او طبیعي پېښو له امله له سختو بشري ستونزو سره مخ دی او د بېسرپرستو کورنیو، راستنېدونکو او ناروغانو لپاره د مرستو پراختیا ته اړتیا لري.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د بشري مرستو، روغتیايي خدماتو او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ.
د نړیوال فدراسیون سکرتر جنرال د افغاني سرې میاشتې د دوو کارکوونکو د مړینې له امله خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې له دې ادارې سره به د مرستو او همکاریو لړۍ روانه ساتل کېږي.



