ایراني پوځ: د سولې تړون په اړه د ټرمپ خبرې یوازې تبلیغات دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د امریکا او ایران ترمنځ به نن یکشنبه د سولې تړون لاسلیک شي.
تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ ویلي وو، چې د یکشنبې په ورځ به د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې یوه مهمه موافقه لاسلیک شي، خو ایراني لوري دغه څرګندونې له واقعیتونو لرې بللې دي.
سپاه پاسداران په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د ټرمپ له لوري وړاندې شوي جزییات له حقیقت سره سمون نه لري او د تړون د لاسلیک په اړه ادعاوې ناسمې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي، چې د جون په ۱۴مه د تړون د مراسمو د ترسره کېدو په اړه د ټرمپ څرګندونې تر ډېره یو سمبولیک سیاسي پیغام دی، چې موخه یې سیاسي تبلیغات او د رسنیو پام ځان ته رااړول دي.



