حزب الله: د صهیونیستي ريژیم «هرمز ۴۵۰» بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت حرکت حزب الله ویلي، چې ځواکونو یې د اسرائیلو یوه «هرمز ۴۵۰ – زیک» ډوله بې‌پیلوټه الوتکه د اقلیم التفاح سیمې په فضا کې په نښه کړې ده.
د حزب الله په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مقاومت ځواکونو د ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکي توغندي په وسیله دغه اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې ویشتلې ده.
حزب الله زیاته کړې، چې د اسرائیلو د هوايي تحرکاتو پر وړاندې به خپلو دفاعي عملیاتو ته دوام ورکړي او د لبنان د حاکمیت د ساتنې لپاره به هر ډول مناسب اقدام ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button