عراقچي: که اسرائیل پر لبنان بریدونه ونه دروي تهران به واشنګټن سره کومې هوکړې ته ونه رسېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، که امریکا اسرائیل له دغو بریدونو را ونه ګرځوي، ښايي تهران له واشنګټن سره کومې هوکړې ته ونه رسېږي.
عراقچي ټینګار کړی، چې په لبنان کې اوربند او د صهیونیستي ځواکونو وتل د هوکړې مهمه برخه ده او د سیمې ثبات له همدې موضوع سره تړاو لري.
نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، که اسرائیلي ځواکونه پر لبنان کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، نو ایران به د لبنان د دفاع په موخه پر اسرائیلو د بریدونو لړۍ بیا پيل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د لبنان پر ضد روان بریدونه د سیمې امنیت او د دیپلوماتیکو هڅو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي او نړیواله ټولنه باید د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button