سپاه پاسداران: امریکا او اسرائیل ماتې منلو او تسلیمېدو ته اړ شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو “سپاه پاسداران” د مرکزي قرارګاه “خاتم الانبیاء” ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، چې د ایراني ولس، وسله‌وال ځواکونو او مقاومت جبهې امریکا او اسرائیل ته په عملي ډول ثابته کړې چې له ماتې منلو پرته بله لار نه لري.
د ابراهیم ذولفقاري په خبره
د ایران خلک، وسله‌وال ځواکونه او مقاومت جبهه د “مجتبی خامنه‌يي” تر رهبرۍ لاندې توانېدلي هغه شرایط رامنځته کړي چې د ده په وینا یې د امریکا او اسرائیل دریځ کمزوری کړی دی.
ذوالفقاري زیاته کړې، چې وروستي سیمه‌ییز بدلونونه او پرمختګونه د ایران او د هغه د متحدینو د دریځ د پیاوړتیا او د مقابل لوري د شاتګ څرګندونه کوي.
د خاتم‌الانبیاء قرارګاه ویاند ټینګار کړی، چې امریکا او اسرائیل اوس د ماتې منلو او تسلیمېدو لور ته سوق شوي او بله لاره نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button