د روسیې ملي امنیت شورا: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق ۹۰ سلنه راکم شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، د افغانستان چارواکو د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړې او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د کمولو لپاره یې اغېزمن اقدامات کړي دي.

شویګو د هند د ملي امنیت سلاکارانو له غونډې وروسته ویلي، افغان چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی پروګرام جوړ کړی و، چې په بریالیتوب پلي شوی دی.

د نوموړي په وینا، د موجودو شمېرو له مخې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق شاوخوا ۹۰ سلنه راکم شوی، او دا اقدامات د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم ارزښت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button