افغانستان او قزاقستان د ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت ویلي، چې په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګریز فورم پر مهال د شاوخوا ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه او سوداګریز قراردادونه لاسلیک شوي دي.
دغه تړونونه د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ کابل ته د قزاقستاني پلاوي د سفر پر مهال ترسره شوي او په فورم کې له ۵۰ څخه زیاتو قزاقستاني او افغان شرکتونو ګډون کړی و.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، یاد قراردادونه د درملو، غنمو، اوړو، غوړیو، تازه او وچو مېوو، سبزیجاتو، کچالو او بانکي خدمتونو برخې رانغاړي. چارواکي وایي، د ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري نږدې دوه برابره شوې او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي.



