د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظورې شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظورې کړې. په دغه غونډه کې د منظورۍ لپاره ۴۰ پروژې وړاندې شوې وې چې له ډلې یې پر ۲۰ نورو پروژو اړین تعدیلات هم تصویب شول.
د منظور شویو پروژو په ډله کې د بادغیس د قادس خوردک د اوبو بند، د بغلان د کېلهګي بند جیوټیکنیکي مطالعات، په پکتیکا کې د سړې خونې بشپړول، د امو نفتي حوزې د زېرمه کولو تاسیسات، په ارزګان کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړول، د ترینکوټ ترمینل، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو رغول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې پروژې شاملې دي. د چارواکو په وینا، یادې پروژې د اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.



