د افغانستان او هند د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنعت خونې (ASSOCHAM) د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د دواړو لورو د معلوماتو له مخې، د دې هوکړې موخه د دوهاړخیزې سوداګرۍ زیاتول، د سوداګریزو اړیکو پراخول او د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا ده.
د هند د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر نرمل کمار مېندا ویلي، دواړه لوري غواړي په کانونو، نفت او ګاز او بورې برخو کې پانګونه زیاته کړي او د سوداګریزو پلاوو تبادله هم لا پیاوړې کړي.



