هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځ وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان او ټولې سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم برید بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه بریدونه د پاکستان د بېمسوولیتۍ څرګندونه کوي او د دغه هېواد د کورنیو ناکامیو د پټولو هڅه ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې نوی ډیلي د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه بشپړ ملاتړ کوي.



