ولسمشر ټرمپ:د ایران- امریکا چارواکي نن دوحه کې سره ګوري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، چې د ایران او امریکا چارواکي به نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري.
ټرمپ ویلي، چې دا غونډه د ایران په غوښتنه ترسره کېږي، خو د لیدنې او خبرو د اجنډا په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې د ایران د مرکچي پلاوي تخنیکي غړي “کاظم غریب‌آبادي” هغه راپورونه رد کړي و، چې ګواکې تهران او واشنګټن به د سې‌شنبې په ورځ بیا مذاکرات پیل کړي.
سره له دې، یو شمېر رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو له درېدو وروسته، دواړو لورو هوکړه کړې چې د شویو تفاهمونو پر بنسټ به تخنیکي مذاکرات د سې‌شنبې له ورځې په دوحه کې بېرته پیل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button