ایران: امریکا سره دوحه کې هېڅ غونډه نه ده پلان شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي”ویلي، چې په راتلونکو ورځو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره هېڅ ډول غونډه نه ده پلان شوې.
بقایي ویلي،چې ایراني پلاوی به دوحې ته د هوکړې د یادښت د مادو د پلي کېدو د تعقیب په موخه سفر ونه کړي.
هغه زیاته کړې، د امریکايي پلاوي سفر له ایراني پلاوي سره هېڅ تړاو نه لري او د دواړو لورو د سفرونو ترمنځ اړېکه ناسمه تعبیر شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button