ولسمشر پزشکیان: که امریکا پر هوکړه عمل وکړي موږ به هم خپلو ژمنو ته پابند پاتې کېږو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ تفاهم یوه دوه‌اړخیزه موضوع ده او د دواړو لورو ژمنتیا ته اړتیا لري.
پزشکیان ویلي، که امریکا د تفاهم د یادښت پر مادو عمل وکړي، ایران به هم خپلې ټولې ژمنې عملي کړي.
د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې دوام د متقابلې ژمنتیا او عملي اقداماتو پورې تړلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button