چین د ماشي په اندازه استخباراتي بېپیلوټه الوتکه نندارې ته وړاندې کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
چین د ملي دفاع ټکنالوژۍ پوهنتون کې د ماشي په اندازه یوه فوقالعاده کوچنۍ بېپیلوټه الوتکه نندارې ته وړاندې کړې، چې د پټو استخباراتي ماموریتونو او معلوماتو راټولولو لپاره ډیزاین شوې ده.
د راپورونو له مخې، د دې الوتکې وزن له ۰.۳ ګرامه کم دی او وزرونه یې په یوه ثانیه کې شاوخوا ۵۰۰ ځله رپېږي، څو د مچ او ماشي په څېر طبیعي الوتنه وکړي.
د راپور له مخې، دغه الوتکه د کوچنۍ اندازې له امله هغو ځایونو ته هم د ننوتلو وړتیا لري چې دودیز استخباراتي وسایل ورته لاسرسی نه لري، خو د بټرۍ لنډ عمر او د باد پر وړاندې کم مقاومت یې مهمې ننګونې بلل کېږي.
بل لور ته، د امریکا دفاع وزارت هم د ورته کوچنیو بېپیلوټه الوتکو پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې د عملي کارونې لپاره بشپړ ماډل نه دی معرفي کړی.



