ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د پاکستاني بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

بینټ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې زغم وښيي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د دې پېښې د حساب ورکولو ډاډ ترلاسه کړي.

بل لور ته، اروپايي ټولنه هم د بریدونو په غبرګون کې د نړیوال بشردوستانه قانون د مراعات غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند، انور العنوني، ټینګار کړی چې ملکي وګړي باید خوندي وساتل شي او له ټولو ښکېلو لورو یې د تاوتریخوالي د کمولو، زغم او د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button