پکتیکا کې د ۲۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د دې پروژې موخه د کرنیزو ځمکو خړوبول او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی ښودل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، ملخ کانال ۵۸۴۳ متره او زیړوک کانال ۷۰۰ متره اوږدوالی لري، چې دواړه به په اساسي ډول ورغول شي. د پروژې له بشپړېدو وروسته به د سیمې پراخې کرنیزې ځمکې د اوبولګولو له اسانتیاوو برخمنې شي.
د یادو کانالونو د رغونې چارې د د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د ګوملې فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button