اقتصادي معاونیت: په هېواد کې د سړک جوړولو ۷۴ پروژې روانې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دا مهال د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړک جوړولو پر ۷۴ پروژو کار روان دی. د کابل – غزني دویم لین، د سالنګونو لویه لار، د کونړ – نورستان، د کندهار – سپین بولدک او د کندهار – هلمند سړکونه د دغو مهمو پروژو له ډلې یاد شوي دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دشت ارچي – کندوز، میمنې – فردوس، بادغیس کې د حقلوي او قوش‌تېپې – درزاب سړکونه هم د روانو پروژو برخه دي، چې د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پیاوړتیا لپاره عملي کېږي.

یاد معاونیت زیاتوي، د دغو پروژو له لارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه باندې ۱۳۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او دا مهال ۹ زره او ۴۹۳ عرادې ماشینري هم په بېلابېلو پروژو کې په کار بوختې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button