د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د چین د یانګژو د اقتصادي او پرمختللې ټکنالوژۍ زون ته د رسمي سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

د یادې خونې په وینا، دغه هوکړه‌لیک به د سوداګرۍ، پانګونې، صنعت، تولید، ټکنالوژۍ او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو په خبره، د دې هوکړه‌لیک له عملي کېدو سره به د افغانستان او چین د خصوصي سکټورونو ترمنځ مستقیمې اړیکې پراخې او د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کېدو زمینه نوره هم برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button