جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت ویلي، د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د جوزا میاشتې په اوږدو کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷ زره او ۴۸۲ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي لېږدول شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې ترسره شوي چې ۵۳۸ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه جوړوي، ورپسې د خواف – هرات، تورغونډۍ او آقینې بندرونو له لارې انتقالات شوي دي.
وزارت زیاتوي، په همدې موده کې ۲ زره او ۵۱۷ مټریک ټنه صادرات هم شوي دي. د وزارت په وینا، د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د کاري فرصتونو، ملي عوایدو او اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري او هڅه کوي د سوداګرو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او د انتقالاتو کچه نوره هم لوړه کړي.



