عدلیې وزارت د معاملو لارښود ۱۹ غیرقانوني دفترونه تړلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست اړوند د معاملو لارښود او عریضه لیکونکو چارو ریاست ویلي، د روان لمریز کال د جوزا میاشتې په ترڅ کې یې د معاملو لارښود ۶۳ دفترونه څارلي، چې له ډلې یې ۱۹ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو او نورو سرغړونو له امله تړل شوي دي. دغه ریاست نورو دفترونو ته هم سپارښتنه کړې چې خپلې کاري نیمګړتیاوې اصلاح او له هر ډول غیرقانوني فعالیتونو ډډه وکړي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۱۳۷ کسانو ته د معاملو لارښود نوې جوازونه ورکړل شوي، ۷۱ جوازونه تمدید شوي او ۲۰۸ متصدیانو ته د معاملو د اصولو او ترسره کولو څرنګوالي په اړه روزنیز پروګرامونه هم ترسره شوي دي.



