اوچا د افغانستان د بېړنیو بشري مرستو لپاره ۳۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا دفتر اعلان کړی، چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې یې د بېړنیو بشري پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۳۵ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
د یاد دفتر په وینا، دغه بودجه به هغو پروګرامونو ته ولګول شي چې موخه یې په افغانستان کې د خلکو د بېړنیو او ژوند ژغورونکو اړتیاوو پوره کول دي.
اوچا ویلي، دا مرستې به د همکارو بنسټونو له لارې تر ټولو زیانمنو او اړمنو خلکو ته ورسول شي، څو د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ورسره مرسته وشي.



