ایران په بحرین، قطر او اماراتو کې امریکایي پوځي اډې په نښه کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، د خلیج په یو شمېر هېوادونو کې د چاودنو او توغندیزو بریدونو ادعاوې شوې دي. په راپورونو کې ویل شوي چې په کویټ، بحرین، قطر او متحده عربي اماراتو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او ځینې امریکايي پوځي اډې د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د دغو راپورونو له مخې، د بحرین د امریکا د پنځم سمندري ځواک اډه، د قطر العدید هوايي اډه او د متحده عربي اماراتو الظفره هوايي اډه د ایراني توغندیزو بریدونو کې په نښه شوې دي. همدارنګه د اردن په یوه پوځي اډه کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د تاسیساتو د زیانمنېدو ادعاوې هم شوې دي.


