عمان د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ لپاره د دوو جلا دهلېزونو وړاندیز کړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د سي اېن اېن د راپور له مخې، عمان د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د مدیریت لپاره یو نوی وړاندیز چمتو کړی چې له مخې به یې د بېړیو لپاره دوه جلا سمندري دهلېزونه جوړېږي او هر یو به یې د بېل لوري تر څارنې لاندې وي.

د راپور له مخې، د عمان په اوبو کې د سویلي دهلېز له لارې به بېړۍ د جګړې تر مخه شرایطو ته ورته په ازاد ډول تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې، هغه بېړۍ چې د ایران په اوبو کې د شمالي دهلېز له لارې تګ راتګ کوي، د ایران له مخکینۍ اجازې پرته به د تېرېدو حق ونه لري، خو د دې هوکړې له مخې به پرې کوم فیس نه لګول کېږي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په مسقط کې د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button