ابراهیم ذولفقاري: د امریکا د دوښمنانه اقداماتو له امله هرمز تنګی په بشپړه توګه تړل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د “خاتم‌الانبیاء صلی الله علیه وسلم” د مرکزي قرارګاه ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، چې د امریکا «دښمنانه اقداماتو» له امله هرمز تنګي په بشپړه توګه تړل شوی ده.
ذوالفقاري په یوه رسمي بیان کې ویلي: «تر هغه چې د امریکا دښمنانه اقدامات دوام ولري، له دې سیمې څخه به د تېلو او ګازو یو څاڅکی صادرات هم ونه شي.»
نوموړي زیاته کړې چې دا دریځ د امریکا د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې نیول شوی او خبرداری یې ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ صادرات به صفر ته راکم کړي.
د ایران دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې پوځي کړکېچ زیات شوی او د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسېدلی دی.
شنونکي وایي، که د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ لېږد رښتیا هم وځنډول شي، نو دا به پر نړیوالو بازارونو ژور اغېز وکړي، د تېلو بیې به په بې‌ساري ډول لوړې شي او په منځني ختیځ کې به جیوپولیټیک کړکېچونه لا پسې زیات شي.

مربوطه مطالب

Back to top button