د واخان سړک د ژر بشپړېدو لپاره د ا.ا د مشر ځانګړی حکم؛ افغانستان به له چین سره ونښلول شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د بدخشان والي محمد اسماعیل غزنوي وایي، د اسلامي امارت مشر د واخان دهلېز د سړک د جوړولو چارو د ژر بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو لپاره ځانګړی حکم صادر کړی دی.
نوموړي ویلي، د دې سترې پروژې د عملي چارو ډېره برخه بشپړه شوې او اوس وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده.
د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي، امنیتي ځواکونه د واخان دهلېز د لارې د پرانیستې او د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري.
چارواکي ټینګار کوي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د واخان دهلېز له لارې له چین سره ونښلول شي او د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییزو اقتصادي همکاریو لپاره به نوي فرصتونه رامنځته شي.



