امریکا د هرمز تنګي او د ایران په ساحلي سیمو کې د نوو پوځي بریدونو خبر ورکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې ځواکونو یې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو یوه بله لړۍ بشپړه کړې ده. د یادې قوماندانۍ په وینا، په دغو عملیاتو کې د هرمز تنګي ته نږدې لسګونه پوځي اهداف او د ایران ساحلي سیمې په نښه شوې دي.
د خبر له مخې، امریکایي ځواکونو د دقیقو وسلو او مهماتو په کارولو سره د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اړوند مرکزونه او همدارنګه سمندري وړتیاوې په نښه کړې دي. واشنګټن ویلي چې دغه بریدونه د سمندري محاصرې د بیا پلي کېدو له بهیر سره هممهاله ترسره شوي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې د بریدونو دغه څپه شاوخوا اووه ساعته روانه وه او هدف یې د نړیوالې سوداګریزې بېړۍ چلونې او ملکي کښتیو پر وړاندې د ایران د احتمالي ګواښونو د وړتیاوو کمزوري کول وو.

مربوطه مطالب

Back to top button