افغانستان او یو شمېر اروپايي هېوادونه د افغان ډیپلوماتانو د منلو پر سر هوکړې ته رسېدلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
باوري سرچینو ویلي، د افغانستان حکومت او د اروپا یو شمېر هېوادونو د افغان نویو ډیپلوماتانو د منلو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د تنظیم په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې شپږ افغان ډیپلوماتان په نږدې ورځو کې د خپلو دندو د پیل لپاره په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته واستول شي، څو خپلې ډیپلوماتیکې چارې پیل کړي.



