امو نهنګانو درېیم ځل پرلهپسې د شپږیزې کرکټ لیګ د اتلولۍ جام خپل کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د شپږیزې کرکټ لیګ په پایلوبه کې نن امو نهنګانو لوبډلې د سپین غر پړانګانو پر وړاندې په زړه پورې سیالي ترسره کړه او د اوو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. له دې بریا سره امو نهنګانو د روان پړاو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.
امو نهنګانو په دې بریا سره د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي د پرلهپسې درېیم ځل لپاره وګټله او د ټورنمنټ په تاریخ کې یې خپله برلاسي لا پیاوړې کړه.
د پایلوبې په سیالۍ کې د امو نهنګانو پیلیز توپوهونکي عمران غوره لوبه وړاندې کړه او د ۷۷ منډو په جوړولو سره یې د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم او پرېکنده رول ولوباوه.



