قزاقستان له افغانستان او قرغزستان سره د معدني اومه توکو د برابرولو هوکړې کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د قزاقستان د صنعت او ودانیزو چارو وزیر یرسعین ناګاسپایوف ویلي، هېواد یې د فلزي صنعت او د فلزاتو د ویلې کولو فابریکو لپاره د اومه توکو د برابرولو په موخه له افغانستان او قرغزستان سره هوکړې کړې دي. نوموړي ویلي، د قزاقستان د تولیدي سکټور وده د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۹.۸ سلنې ته رسېدلې ده.

ناګاسپایوف زیاته کړې، د مسو، جستو او سرو زرو د اومه توکو عرضه زیاته شوې او له افغانستان او قرغزستان څخه د معدني توکو د واردولو لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي.

د قزاقستان حکومت همداراز پلان لري چې د روان کال تر پایه د ۱.۷ ټریلیون ټنګو په ارزښت ۲۰۰ نوې پانګیزې پروژې پلې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button