عبدالملک حوثي سعودي ته: د الله له لارې د سرغړوونکو پایله معلومه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک الحوثي ویلي، هر څوک چې د الله له لارې او د مؤمنانو له تګلارې سرغړونه وکړي، الله تعالی ترې د بریا او توفیق نعمت اخلي او د ناکامۍ سره مخ کېږي.
الحوثي په خپلو څرګندونو کې ویلي: «الله تعالی له هر هغه چا څخه توفیق اخلي چې د مؤمنانو له لارې واوړي او بله لار خپله کړي، او له داسې بېبرخې شویو کسانو سره باید همداسې چلند وشي.»
هغه دا څرګندونې د سعودي عربستان د وروستیو دریځونو او سیمهییزو تحولاتو په تړاو کړې او ټینګار یې کړی چې د حق له لارې انحراف تل ناوړې پایلې لري.



