قالیباف: هرمز تنګی ایران لپاره مهم ده مذاکرات د تسلیمېدو معنا نه لري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان رئیس “محمدباقر قالیباف” ویلي، چې د هرمز تنګي په اړه د ایران ترتیبات او کنټرول د هېواد د ملي امنیت مهمه برخه ده او وسلهوال ځواکونه یې د هر ډول احتمالي تېري پر وړاندې د اړتیا په صورت کې د عملیاتو ترسره کولو ته بشپړه اراده لري.
قالیباف په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، هر ډول تفاهم یا هوکړه هغه وخت ارزښت لري چې ټولې مادې یې په بشپړ ډول عملي او نافذې شي.
هغه زیاته کړه، چې د وروستۍ جګړې پر مهال ایران د خپل ملي امنیت د خوندي کولو لپاره د هرمز تنګي اړوند لازم اقدامات ترسره کړي وو.
د ایران د پارلمان رئیس امریکا تورنه کړه چې د زور او فشار له لارې هڅه کوي د هرمز تنګي په اړه د ایران ترتیبات کمزوري کړي، خو د هغه په وینا، تهران به هېڅکله د بهرني فشار او د دښمن د غوښتنو پر وړاندې تسلیم نه شي.
قالیباف همداراز ټینګار وکړ، چې روانې خبرې اترې د تسلیمېدو معنا نه لري، بلکې د ایران د مقاومت د ستراتیژۍ او د هېواد د ملي ګټو د خوندي کولو په چوکاټ کې ترسره کېږي.



