خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو خونړي بریدونه؛ لږترلږه شپږ سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل
د خیبر پښتونخوا په کوز دیر او بنو سیمو کې پر پولیسو په جلا بریدونو کې لږترلږه شپږ پولیس سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په کوز دیر کې وسلهوالو د پولیسو پر یوې ډلې هغه مهال برید وکړ چې د لټون او هدفي عملیاتو لپاره روانه وه، چې له امله یې درې سرتېري ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د پولیسو په وینا، برید د حیدر ټاپ په سیمه کې ترسره شوی او وسلهوالو د ډزو ترڅنګ لاسي بمونه هم کارولي دي. بل لور ته، په بنو ولسوالۍ کې د میریان پولیس مرکز د چاودېدونکو توکو ډک موټر او ډلهییز برید هدف ګرځېدلی، چې له امله یې د پولیسو مرکز او نږدې ودانیو ته زیان اوښتی او څو تنه ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینې وایي، د بنو د برید له امله د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی او لا هم د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه ده. تر اوسه د دغو بریدونو مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو امنیتي ځواکونو په دواړو سیمو کې د لټون او چاڼیزو عملیاتو د دوام خبر ورکړی دی.



