مشهد کې د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه درېاړخیزه غونډه وشوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل
افغانستان، ایران او تاجکستان په مشهد ښار کې په جوړه شوې درېاړخیزه غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سړکیز لېږد رالېږد د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ویلي، دغه غونډه د جولای په ۱۴مه او ۱۵مه د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو په ګډون ترسره شوې ده.
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د ټرانزیټي دهلېزونو فعالول، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د سیمهییزو همکاریو پراختیا د بحث مهم موضوعات وو.
یاد وزارت ټینګار کړی چې د مشهد غونډه به د ګډو ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا او په نړیوالو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د سیمې د ونډې د زیاتوالي لپاره مهمه زمینه برابره کړي.



