ایران: د هر هغه هېواد خاورې مشروع هدف دي چې د ایران پر ضد پوځي یرغل کې همکاري کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد چې د ایران پر وړاندې په پوځي یرغل کې همکاري وکړي یا خپله خاوره او امکانات د بریدونو لپاره امریکایي اشغالګرو ته د کارولو لپاره ورکوي، د ایران د وسلهوالو ځواکونو لپاره به مشروع هدف وګرځي.
د یاد وزارت په بیان کې راغلي، سره له دې چې د جګړې د پای ته رسېدو له هوکړې یوازې څه باندې یوه میاشت تېرې شوې، امریکا د دغه تړون له ډېرو مادو سرغړونه کړې او د ایران د ترانسپورتي زیربناوو، د کب نیونې پر بېړیو، کوچنیو بار وړونکو کښتیو او د هواپېژندنې پر تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.
اعلامیه زیاتوي، د نړیوالو قوانینو له مخې ګاونډي هېوادونه مکلف دي چې اجازه ورنه کړي د دوی خاوره او امکانات د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره وکارول شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ایران پر ضد د هر ډول برید سرچینه به د ایران د وسلهوالو ځواکونو د دفاعي عملیاتو مشروع هدف وي.
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوې چې امریکا له تېره شپه یوځل بیا ایران کې ځیني موخې په نښه کړې او ایران یې هم په ځواب کې کوېټ، بحرین، اردون، عراق او متحده عربي اماراتو کې د امریکایي پوځي اهداف په نښه کړل.



