د ننګرهار زر بستریز روغتون چارې ۶۵ سلنه بشپړې شوې؛ والي د پاتې کارونو د چټکتیا سپارښتنه وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل
د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند په جلالاباد ښار کې د زر بستریز روغتون له روانو چارو لیدنه کړې او مسوولینو ته یې د پاتې کارونو د چټک بشپړېدو او د کیفیت د ساتلو سپارښتنه کړې ده.
د ننګرهار رسنیز دفتر وايي، والي د روغتون بېلابېلې برخې وکتلې او ټینګار یې وکړ چې د دې ملي پروژې چارې دې د ټاکل شوو معیارونو له مخې ترسره شي.
د پروژې مسوولینو ویلي، د زر بستریز روغتون د جوړېدو چارې ۶۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
د معلوماتو له مخې، د روغتون په پروژه کې د اوبو رسولو، فاضلابو تصفیې، برېښنا، سړکونو او نورو تخنیکي برخو چارې روانې دي او هره ورځ شاوخوا ۱۴۵ تنه کارګران پکې بوخت دي.



